about Zarkashan Journal
د زرکشان انجنیري مطالعاتو علمي ـ څېړنیز ژورنال
۱. د ژورنال په اړه لنډ معلومات
د علمي مجلو او اکاډمیکو خپرونو شتون د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو له مهمو او ستراتیژیکو شاخصونو څخه ګڼل کېږي، چې د دغو بنسټونو د علمي اعتبار، پراخ اغېز، پېژندګلوۍ او لوړ باور لامل ګرځي. له بلې خوا، د اکاډمیکو خپرونو تخصصي او قانونمند تنظیم، چې د ټاکلي علمي پلان او واضح تګلارې پر بنسټ تر سره کېږي، د پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو لپاره یوه بنسټیزه اړتیا ده، چې باید په جدي توګه پرې عمل وشي.
په همدې موخه، د غزني تخنیکي پوهنتون د علمي مجلې آمریت، د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو، د لوړو زده کړو وزارت د تحقیق، تألیف او ژباړې ریاست د اصولو او مقرراتو پر بنسټ، د زرکشان انجنیري مطالعاتو علمي ـ څېړنیز ژورنال تر عنوان لاندې ترتیب او د لوړو زده کړو وزارت د تحقیق، تألیف او ژباړې ریاست له خوا هم تأیید شوی دی.
زرکشان انجنیري مطالعاتو علمي ـ څېړنیز ژورنال به د علمي کادر غړو، پوهنتون استادانو، څېړونکو او د انجنیري علومو نورو مینهوالو ته دا زمینه برابره کړي، څو خپلې علمي او څېړنیزې مقالې د علمي معیارونو له مخې خپرې کړي. همدارنګه، دا ژورنال به د انجنیري او تخنیکي ستونزو د حل، د نوو څېړنو د تولید، د علمي تجربو د تبادلې او د انجنیري علومو د پراختیا لپاره یو اغېزناک او مؤثر ګام ثابت شي.
۲. د ژورنال رسمي ایمیل ادرس
Research.gtu@teug.edu.af