پرکتیک علمي محصلین پوهنتون تخنیکي غزنی

teug_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۵:۱۳
ه

ناور ولسوالي ته د جیولوجي او کانونو انجنیري پوهنځي د اتم او شپږم سمستر محصلانو علمي پرکتیک پایته ورسید!
۲۴ / صفرالمظفر/ ۱۴۴۶ھ.ق
۰۷/ وږی/ ۱۴۰۳ لمريز
۲۸/ اګست/ ۲۰۲۴ ميلادي

تیره ورځ سه شنبه ناور ولسوالي ته د غزني تخنیکي پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو اکتشاف انجنیري څانګي د اتم او شپږم سمستر محصلانو لس ورځنی علمي پرکتیک پای ته ورسید.

د غزني تخنیکي پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو اکتشاف انجنیري څانګي محصلانو د جیولوجي عمومي او جیولوجي ساختماني علمي پرکتیک چي استادانو یې ملتیا کوله د تجربو حاصلولو، عملي کارونو او د یو لړ کاني ساحو د لیدنې په موخه د غزني ولایت ناور ولسوالي ته لس ورځنی علمي سفر پایته ورساوه.
په یاد علمي پرکتیک کي د ذکر شوي ځانګي د اتم سمستر ۳۹تنه او د شپږم سمستر ۴۷ تنه محصلان شامل و، چي پرمهال یې د لیتیمو معادن، بند بهایې، بهایې ولکان، د کوریلا په ساحه کي د تراورتینومعدن، خواجه غریبا ولکانو، د ګچو معدن او نورو مختلفو ساحو څخه لیدنې ترسره کړې.

د یادولو وړ ده چي؛ د غزني تخنیکي پوهنتون د جیولوجي او کانونو انجنیري پوهنځي د سیول څانګې (۲۲) دوه ویشت تنه زده کړیالانو هم تیره ورځ د غزني ولایت د سردې بند ته علمي پرکتیک ترسره کړی وو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۲:۳۵
Background image

ورکشاپ سه‌روزه دربارهٔ موارد ضروری استفاده از کمپیوتر در اداره

ورکشاپ سه‌روزه در مورد «موارد ضروری استفاده از کمپیوتر در اداره» آغاز شد!

۲۰ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
۲۱ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵ م

از سوی آمریت تکنالوژی معلوماتی پوهنتون تخنیکی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۹:۴۰
Background image

د غزني تخنيکي پوهنتون د خزاني سمستر درسونو د پیل او نوو بریالي شوو زده کړیالانو د نوم لیکني خبرتیا!

د غزني تخنيکي پوهنتون ټولو محصلینو، په ځانګړي ډول جدیدالشمولو محصلینو ته خبر ورکول کېږي چي د ۱۴۰۴ هـ ش کال د زمري میاستي په ۱۱مه نیټه ، چي د شنبې ورځي  سره برابره ده، دد خزاني سمستر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

سیمینار علمی پیرامون «قربانی (اضحیه)» برگزار گردید!

سیمینار علمی پیرامون «قربانی (اضحیه)» برگزار گردید!  

۵/ذوالحجة الحرام/۱۴۴۶ هـ.ق  
۱۲/جوزا/۱۴۰۴ هـ.ش  
۲/جون/۲۰۲۵ م  

امروز دوشنبه، از سوی آمریت دعوت و ارشاد پوهنتون تخنیکی غزنی، یک. . .

BACK TO NEWS