! خبرتیا
د غزني تخنیکي پوهنتون د دری ګونو پوهنځیو ټولو محصلینو ته خبر ورکول کیږي،چې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د پسرلني سمستر درسونه د روان ۱۴۰۴ هـ ش کال د کب (حوت)میاشتې په (۱۶) نېټه پیل کیږي؛ نو په همدې اساس ټول محصلین مکلف دي چې په ټاکلې نېټه خپلو درسونو ته حاضر شي، او په دې هکله هېڅ عذر د منلو وړ نه دی او وروسته به یې مسؤولیت په خپله غاړه وي.
