!په اداره کې د کمپیوټر کارونې اړين مواردو اړوند دری ورځنی ورکشاپ

په اداره کې د کمپیوټر کارونې اړين مواردو اړوند دری ورځنی ورکشاپ پیل شو!
۲۰/ ربیعالاخر/ ۱۴۴۷هـ.ق
۲۱/ میزان/ ۱۴۰۴هـ.ش
۱۳/ اکتوبر/ ۲۰۲۵م
د غزني تخنیکي پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري، د ادارې کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه، درې ورځنی روزنیز ورکشاپ د «په اداره کې د کمپیوټر کارونې اړین موارد» تر عنوان لاندې، د پوهنتون په عمومي کمپیوټر ليب کې د قرآن عظيم الشان د مبارکو ايتونو په تلاوت سره پېل شو.
په پېل کې، د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مفتي صاحب گلبدین احمد یوسف د افتتاحیې وینا وکړه.
نوموړي د اداري کارکوونکو د مسؤلیتپالنې، یووالي، اخلاص، او ورورګلوۍ پر ارزښتونو هراړخیزې خبرې وکړې او د مؤثر او عصري مدیریت لپاره یې د ټکنالوژۍ کارونې ته ځانګړې پاملرنه توصیه کړه.
ورپسې، د معلوماتي ټکنالوژۍ آمر نصیر احمد واغظی د ورکشاپ د لومړۍ ورځې ځانګړی علمي پرزنتیشن وړاندې کړ.
نوموړي په خپل چمتو شوي پريزينټېشن کې د کمپیوټر پېژندنه او تاریخچه؛ د کمپیوټر نسلونه او د هغوی ځانګړتیاوې، د کمپیوټر اساسي برخې او دندې، په اداره کې د کمپیوټر د استعمال اهمیت، په ځانګړي ډول د اداري مدیر لپاره، د عامل سیستمونو پیژندنه، ډولونه، او د نصبولو طریقو په اړه هراړخيز بحث وکړ.
د ورکشاپ په پای کې، ګډونوالو د موضوعاتو له ارزښت او محتوا څخه خوښي وښوده، او د نورې زدهکړې لپاره یې لیوالتیا څرګنده کړه.
د ورکشاپ لومړۍ ورځ د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.