په اداره کې د کمپیوټر کارونې اړين مواردو اړوند دری ورځنی ورکشاپ!

teug_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۲:۳۵
ه

په اداره کې د کمپیوټر کارونې اړين مواردو اړوند دری ورځنی ورکشاپ پیل شو!

۲۰/ ربیع‌الاخر/ ۱۴۴۷هـ.ق

۲۱/ میزان/ ۱۴۰۴هـ.ش

۱۳/ اکتوبر/ ۲۰۲۵م

د غزني تخنیکي پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري، د ادارې کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه، درې ورځنی روزنیز ورکشاپ د «په اداره کې د کمپیوټر کارونې اړین موارد» تر عنوان لاندې، د پوهنتون په عمومي کمپیوټر ليب کې د قرآن عظيم الشان د مبارکو ايتونو په تلاوت سره پېل شو.

په پېل کې، د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مفتي صاحب گلبدین احمد یوسف د افتتاحیې وینا وکړه.

نوموړي د اداري کارکوونکو د مسؤلیت‌پالنې، یووالي، اخلاص، او ورورګلوۍ پر ارزښتونو هراړخیزې خبرې وکړې او د مؤثر او عصري مدیریت لپاره یې د ټکنالوژۍ کارونې ته ځانګړې پاملرنه توصیه کړه.

ورپسې، د معلوماتي ټکنالوژۍ آمر نصیر احمد واغظی د ورکشاپ د لومړۍ ورځې ځانګړی علمي پرزنتیشن وړاندې کړ.

نوموړي په خپل چمتو شوي پريزينټېشن کې د کمپیوټر پېژندنه او تاریخچه؛ د کمپیوټر نسلونه او د هغوی ځانګړتیاوې، د کمپیوټر اساسي برخې او دندې، په اداره کې د کمپیوټر د استعمال اهمیت، په ځانګړي ډول د اداري مدیر لپاره، د عامل سیستمونو پیژندنه، ډولونه، او د نصبولو طریقو په اړه هراړخيز بحث وکړ.

د ورکشاپ په پای کې، ګډونوالو د موضوعاتو له ارزښت او محتوا څخه خوښي وښوده، او د نورې زده‌کړې لپاره یې لیوالتیا څرګنده کړه.

د ورکشاپ لومړۍ ورځ د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۲:۳۵
Background image

په اداره کې د کمپیوټر کارونې اړين مواردو اړوند دری ورځنی ورکشاپ!

په اداره کې د کمپیوټر کارونې اړين مواردو اړوند دری ورځنی ورکشاپ پیل شو!

۲۰/ ربیع‌الاخر/ ۱۴۴۷هـ.ق

۲۱/ میزان/ ۱۴۰۴هـ.ش

۱۳/ اکتوبر/ ۲۰۲۵م

د غزني تخنیکي پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۹:۴۰
Background image

!د غزني تخنيکي پوهنتون د خزاني سمستر درسونو د پیل او نوو بریالي شوو د نوم لیکني خبرتیا

د غزني تخنيکي پوهنتون ټولو محصلینو، په ځانګړي ډول جدیدالشمولو محصلینو ته خبر ورکول کېږي چي د ۱۴۰۴ هـ ش کال د زمري میاستي په ۱۱مه نیټه ، چي د شنبې ورځي  سره برابره ده، دد خزاني سمستر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

د اضحيه (قرباني) اړوند علمي سمينار دائر شو!

د اضحيه (قرباني) اړوند علمي سمينار دائر شو!

۵/ذوالحجة الحرام/۱۴۴۶ هـ.ق
۱۲/جوزا/۱۴۰۴ هـ.ش
۲/جون/۲۰۲۵ م

نن ورځ دوشنبه، د غزني تخنيکي پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS